زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-26  |  2024-05-05  |  تازه شوی په: 2024/05/05 - 10:06:3 FA | AR | PS | EN
د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي            

تاريخ النشر: 2024/02/28 - 06:18:0
زيارة: 213
مشاركة مع الـأصدقاء

د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ کرېکټ لوبه نن پیلیژی
 د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ کرېکټ لوبه نن پیلیژی

انصار: (د کب 9مه)،د افغانستان او ایرلنډ تر منځ له ټېسټ لوبې مخکې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي رسنیو ته ویلي، را روانې لوبې د دواړو لوبډلو لپاره یو امتحان دی خو د ده په ټکو افغانستان د ځینو دلایلو له کبله په سیالې لوبډلې "برلاسی" ښکاري.

هغه پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، افغان لوبغاړي له ډېرو نورو ځایونو د دوبۍ په لوبغالو ښه بلد دي او لوبو ته یې ښه چمتوالی نیولی دی.

افغانستان له څه مودې راهیسې په همدې لوبغالي کې تمریناتي کمپونه کوي او په تېر کې یې د ځینو نورو لوبډلو کوربه توب هم همدلته کړی دی.

حشمت الله شهیدي وویل، تېرو لوبو ته په کتو په ایرلنډۍ لوبډله هم پياوړي دي.

هغه زیاته کړه، "مونږ دواړو لوبډلو یو وخت د ټېسټ لوبو دریځ واخیست مونږ په تېرو اتو لوبو کې درې ګټلې خو ایرلنډ یوه هم نه ده ګټلې دې ټکي هم مونږ ته ډېر اعتماد راکړی دی."

افغانستان او ایرلنډ تر اوسه یوه ټسټ لوبه کړي، په ۲۰۱۹م کال کې شوې هغه لوبه افغان لوبډلې په ښه توپیر ګټلې وه خو د نن چارشنبې ورځ پیلېدونکي دویمې ټېسټ لوبې ته دواړه لوبډلې لېواله دي.

د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي دغو ټولو ټکو ته په کتو تمه وښوده، چې دوبۍ کې شراېط د دوی په ګټه تمام شي.

افغانستان د ټېسټ درېځ اخیستو وروسته د ټېسټ لوبو مزل په ۲۰۱۸م کال کې له هند سره په تاریخي لوبه پیل کړ او له هغې راهیسې یې ۸ ټېسټ لوبې کړې چې وروستۍ هغه یې له سریلانکا سره وه.

د ایرلنډ بیا دا اتمه ټېسټ لوبه ده، او ویلي یې دي چې په بې صبرۍ یوې ښې لوبې ته شیبې شمېري.

له ایرلنډ سره له لوبې مخکې وړمه شپه د افغانستان کرېکټ بورډ سیالې او میلمنې لوبډلې ته مېلمستیا هم برابره کړې وه.

په دغې مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوبغاړو او روزنکو برخه اخېستې وه او د افغانستان کرېکټ بورډ چې د دغو لوبو کوربه توب کوي سیالې لوبډلې ته وطني تحفې هم برابرې کړي وې.

افغان لوبډلې که څه هم وروستیو کې له سریلانکا او له هغې مخکې له هنده پرلپسې ماتې ولېدې خو د شهیدي په وینا لوبغاړي به هڅه کوي چې تېرې تېروتنې بیا تکرار نشي.

هغه دا هم وویل چې د ایرلنډ خلاف لوبې ته به هغه لوبغاړي غوره کېږي چې په تمرین کې یې وړتیا ښودلې وې او د کرېکټ په اصطلاح ښه فورم کې وي.

له دې مخکې کرېکټ بورډ څه په ځنډ د (دوشنبې) په ورځ د د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ د ایرلنډ خلاف ټېسټ لوبې ته د غوره شویو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغې ۱۶ کسیزه نوملړ کې د ښاغلي شهیدي تر څنګ ’’رحمت شاه، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، ظاهر پکتین، ضیا اکبر، خلیل ګربز، نجات مسعود، نوید ځدراڼ او ابراهیم عبدالرحیمزی’’ شامل دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30345






*
*

*



قرأ

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي


سن رایزر حیدراباد ټیم د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ


کلکتې لوبډلې د مجیب‌الرحمن پر ځای الله محمد غضنفر اخیستی


افغانستان او سریلانکا نن دویمه لوبه کوي


افغانستان او هند نن دویمه شل اوریزه لوبه کوي


افغان لوبډله نن ماښام له هند سره لوبه کوي


د کرکټ لوبډلې د روزونکي تړون وغځول شو


’شاهرخ‌ خان’ رحمان الله ګوربز ته: د نړیوال جام لوبو کې یې پر لیدو خوښ یم


افغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي


په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره باید څه وشي؟


نن د افغانستان او سریلانکان ترمنځ تمریناتي لوبه ترسره کېږي


د افغان ښځو والیبال لوبډله له قزاقستان سره لوبه کوي


د کرکټ ملي لوبډله هند ته ورسېده


محمدخالد هوتک په اسیايي سیالیو کې پرون خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه


افغان کرېکټ بورډ د چين اسیايي لوبو ته افغان لوبډلې ته د ’افغان ابدالیان لوبډلې’ نوم ورکړی دی


پاکستان د اسیا جام له سیالیو بهر شو


افغانستان نړیوال جام ته؛ د نوین الحق اوعمرزی په شتون ځی


د هند تاریخی بریا د پاکستان په مقابل کی


افغان لوبغاړي حقپرست پر خپل امریکایی سیال بری ترلاسه کړ


د کرکټ ستوری راشدخان د نړۍ مشرانو ته! زما هېواد له ناورین سره مخ دی، یوازې مو مه پرېږدۍ


کرکټ: اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې شهیدي وټاکل شو


د انګلستان فوټبال پریمیئر لیګ ۴۰ لوبغاړي په کرونا اخته شوي


ته د ټول افغانستان ویاړ او د نوي نسل استازی یې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان